Tumgik
pashton-hosa · 5 years
Text
Tumblr media
د اوښکي امېل ښکلی غزل
•••••••••••••••••••
ګنډمه زه د خپلو اوښکو جال تاته ډآلۍ
پاچا! زموږ افسوس زموږه حال تاته ډآلۍ
ته نن زمـا د فکر ازادي فـقط وګــــــــوره!
دا مينه انسانيت دغه دسمال تاته ډالــــۍ
زما د وطن بل ډول نادر تصوير يې راکـــړ
زما د وطـن دا تصـوير اوبال تاتــه ډالۍ
نور څه نشته يواځې مې د تورو هنر ��ده دى
قالب تاته ډالۍ دى، زما کمال تاتــــه ډالـــــۍ
زموږه بريښنا ډېرې ورځې وشوې چېرته تللې
رئيس صېب! زموږ دغه پشه کال تاته ډالۍ
ستا کبر د هوا په کنارو کې جناب! ګــــــــرځي
د اوښکې خاکساري ستا خپل زوال تاته ډالۍ
اوښکه امېل
0 notes
pashton-hosa · 6 years
Photo
دابوډا سګوان جناب وو انقلاب وو
دلته هرسړى قصاب وو انقلاب وو
وظالم ته دوئيلوسړى نه وو
خومظلوم خانه خراب وو انقلاب وو
لراوبرله هره رګه څڅيدلي
دتودو وينو سيلاب وو انقلاب وو
دپاڅون خلاف نعره کفري نعره وه
دهغه مرګ کې ثواب وو انقلاب وو
خوب مې وليد خو شپونکيه که رښتياشي
له هرچاسره حساب وو انقلاب وو
Tumblr media
شپونکی کوچي
1 note · View note
pashton-hosa · 6 years
Photo
Tumblr media
شپونکی کوچي
1 note · View note
pashton-hosa · 6 years
Photo
Tumblr media
نصرت الله سرور . . . . . . کائنات درته پسخېږي ايماندارې عود له جسم دې بوئېږي ايماندارې په کاکل دې د اوويا حورو نڅا ده دوزخيان ورته سوزېږي ايماندارې د غړۍ کوثر دې ورکړه ثواب واخله تږي ټول ورته زورېږي ايماندارې هله پام که ما در ژغوره کنه مرمه جام د صبر مې توئېږي ايماندارې د ملا د فيتوؤ پاي کې څه شکرې غېږ ته ستا کله رسېږي ايماندارې ما لاحولاة کړله چوف په ګريوانه کې خو شيطان دی نه شرمېږي ايماندارې ته راتيره له دوزخ. شه سر بلندې له جنت دی درتاوېږي ايماندارې نور يې هرڅه بلا پسې خو مګر تانه ستا سرور کله صبرېږي ايماندارې نصرت الله سرور
0 notes
pashton-hosa · 6 years
Photo
Tumblr media
ابو احرار بن کوچی
0 notes
pashton-hosa · 6 years
Photo
Tumblr media
[شيرعلي سیرت] غـــــــــــزل سورخي به درنه پاته سي رانجه به درنه پاته سي لبان به دي سره وخوري کج باڼه به درنه پاته سي یوڅوسهــــــار لاروکړه تورپيکي ته دحـــوس شمــال ورپېښ به پرخواري سې څه ناڅه به درنه پاته سي رخسارته دنازونوورځي ښې سینګاري جوړي کړه دودونه به کوچ اوکړي کارخواله به درنه پاته سي په خیال کي دفکرونوبه دې ورکړي بېګانه نظــــــر اخــــتیاربه دي اوبه ســـي اولانجـــه به درنه پاته سي پالــــنګ ته کـــه ورخــــېږې خودحـــــسن په ښکــــــلابه نه دزروپه درنښت کــــــي هـــــم هغه به درنه پاته ســـي دســــــــتوردزمــــــانـــــانوبه یــــونوی رنګ پوښـــــلـــــی وي دشــــال قــــانون به نه وي ښـــــایسته به درنه پاته سي دوران ته د ډولونوبه نوڅه چاري غمــجــــــني کـــــــړې پېزوان به درنه ورک سي دنداسه به درنه پاته سي ارمــــان به له جــــــرګوسره درووري زه به نه یــــمــــه سیرت سیرت به کاندې نورپه زړه به درنه پاته سي
0 notes
pashton-hosa · 7 years
Photo
Tumblr media
غزل ده دصحرا بي بي دقســـمت هر زېر او زوَر غــړوند ته ژاړم ژوند مي مــاته او زه بيــــرته ژوند ته ژاړم ســــرو بنګـــــړیو پسې ورک شـــــولې سړیه لا مي هـغــسي خــــــالي مــــړوند تــــــه ژاړم په زر کالـــه به دي هــــم زه پخــــلا نه کــــړم اوس مي کـــــړی دی سوګـند سـوګـند ته ژاړم نورمي څوک شته چي دا ډک زړه ورته تش کړم د ســــوري ســـــوري څـــــادر پېــــوند ته ژاړم وه هــر غــــــم ته مي تړلی په " صحرا " کې پــه ویر ناســـته یــم د شګـــــو بنــــد تــه ژاړم
0 notes
pashton-hosa · 7 years
Text
غزل سترګي وجودلېمه لېمه باڼه دي غم نسته ولي دسپين مخ پرګلاب باندي شبنم نسته زړه پروانه مي ستادژوندګلاب ته ونڅوه پرزړه غريب دشرابي سترګوکرم نسته مدهوش غزل ته مي راوړي دي خماري نشې که درته ووايمه زماخوبل صنم نسته ته راته کښېږده زماپه وينوپر تندي باندي خال کافري ستا دبت پرست حسن همدم نسته څه درته ووايمه زما قيسه ګوهره ياره په دې ټولنه کي خو قدر دچاهم نسته خليل احمدقيس https://www.facebook.com/profile.php?id=100009876335248
0 notes
pashton-hosa · 7 years
Photo
Tumblr media
شاعر. عمرپيرغر له خياله وزم به يوه ورځ به عمل ته رسم خو خبر نه يمه چې کله به دې چل ته رسم کله نه کله په الوت کې له نظره ورک شم کله را پرېوزم او بېخي د زمکې تل ته رسم نور يې غمونو داسې حال ته رسولى يمه په يادونه يادونه يې اجل ته رسم لارې اغزنې په اسانه رسېده به ګران وي په تيندکونو تيندکونو به منزل ته رسم چې د درد څړيکې مې وجود ورپسې وه خوځوي پيرغر د وينې وچيدو نه پس غزل ته رسم
0 notes
pashton-hosa · 7 years
Photo
Tumblr media
شعرد صحرا بي بي دی
پښــــــتو نړۍ
بيا به مـــــــا له خدايه غواړې مسافره زه به نه يـــــــــم ته به ژاړې مسافره . تا پسې مې بلـــها ډېری اوښکې لاړی پسـې لاړې پسـې لاړې مسافره . ته چې بیا په دې کوڅو کله را درومې دا کــــــــوڅې به وي ویجاړې مسافره . زه دې نغـــــــاړمه د زړه په دریڅو کې ته له زړه مې کـــــــډې نغاړې مسافره . بیا دې پرېښودم یواځې په سیلاب کې ځان دې وویســــــــته تر غاړې مسافره . یو قــــــــــلم یو کتابچه د ښاره راوړه د غمــــــــــــــونو کوم ژباړې مسافره . ګل به نه شي ګل به نه شي نور هیڅکله د " صحــــــرا " د ځیګر شاړې مسافره . زینب : صحرا بي بي
0 notes
pashton-hosa · 7 years
Photo
Tumblr media
غزل توره دښته، سپینه لاره شپه به یاد وي دا سپېڅلي، ګنهګاره شپه به یاد وي غېږ دي راکړه د ګمراه ماښام له قصده د رڼا زړه ته بیداره شپه به یاد وي هر یو لمونځ مي شو قضاء په انتظار کي خاص زما دخدای لپاره شپه به یاد وي د جنون په انتها کښي نڅاګرې ! شرمنده له شرنګهاره شپه به یاد وي چي اوبه د ستړي تنده شوه په ناړو یاد یې وساته سهاره شپه به یاد وي ((مقتصد ستړی))
0 notes
pashton-hosa · 7 years
Photo
Tumblr media
– View on Path.
0 notes
pashton-hosa · 7 years
Photo
Tumblr media
د ارشاد شمس غزل ده. چي نه مي سترګي نه وجود او نه مي زړه پاتي شي پـــه هغــــه ورځ به بېــــله درده درته څــه پاتي شي زه بــه د خپـــلي زندګۍ کـــتاب ته اور واچــــوم چي سـتا يادونه پکښي ټول لکه سکاره پاتي شي تـه بـه باور زمـــا پــه پاکي ميــني هـله وکــړې چي ځنکدن کي دي نامه زما په خوله پاتي شي دا خپل احساس مي بيا په چغو ـ چغو وژړوي چي کاغذونه د چا سترګو کي لامده پاتي شي ارشـــاده! زه د لېـــونتـــوب تر حــده ورسيدم لــه دې نه ډېر به راته څه په ژوندانه پاتي شي
0 notes
pashton-hosa · 7 years
Photo
Tumblr media
غزل دخليل احمد قيس زه ګلاب ونه يم او تـه مي يې دغيــږي ســړى. په سترګوړوندنه يم چي نه رامعلوميږي سړى.
0 notes
pashton-hosa · 7 years
Photo
Tumblr media
مقتصد ستړی وړې شاعري ته ! ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ فرض کړه نن دي دلومړي شعر زمزمه وي ســـتا پــه فکــر یه کـــږه، وږه مصـره وي د درد تــوري دې پېئیلي وي په خیال کي یار دي نغـښـتی وي د میني په رومال کي شړنګـه، شړنګه لکه آسپه شړنګ شړنګېږې او نوکانو تـه یـه ځیرچي سټېج ته خېږې وارخــطا شې، وارخـطا غوندي غږېږې دومره خلکو کښي له ما څخه شرمېږې زه لګـیا بـیرته په خپـله کـتابچه سم تر څو تاته ستا د شعر مزاحم نه شم زه کوشش کوم په بله سترګي اوړي خو خوږې له تا مي کله سترګي اوړي په بیا، بیا پټ، پټ درګورم غلی غلی پام مي ستا وي هر یو لفظ ته نیولی په خوږه ژبه هر توری په نڅا وي شرمنـده د پیـوندګـرو ناز، ادا وي چي دې شعر ټکی په ټکي زمزمه سي د رښــتوني میــني تخـم کرونده سي چي راښکته سې لاس زما په لاس کي راکړې خپل لوستلی شعر دي بیا په لاس کي راکړې چي ویاند دي په ستائینه نه ځایېږي له هر لور درته لاسونه پړک، پړکېږي لاس زما په لاس کي را لکه د تل کړې په دا ناستو خلکو سره اورونه بل کړې بیا راسم مي د پټکي لوېدلی ول کړې یوه وړه مسکاپه شونډوکي غزل کړې راته وایې: زړه مي دربه، درب دربيږي ستړې!سام دي په ماولي هرځای لويږي
0 notes
pashton-hosa · 8 years
Photo
Tumblr media
مېرمن هيـــله
0 notes
pashton-hosa · 8 years
Photo
Tumblr media
مېرمن هيــــله.
0 notes