Text
په پښتو کې د مرستیال کړ "وي" کارونه:
په پښتو کې د مرستیال کړ “وي” کارونه:
یاد کړ په بېلابېلو حالتونو کې کارېږي:
۱) د شونتیا (امکان) څرګندولو لپاره: بېلګه: که چېرې باران وي�� نو بیا ښا رته نه شو تللای. که داسې وي، نو بیا سمه ده. که چېرې هغه د رياضي استاد وي، نو د دې سوال حلول اسان کار دی.
۲) د یو شرط څرګندولو لپاره بېلګه: که احمد دغه کار کړی وي، نو اړیکې ورسره پرې کړه.
۳) د ګومان څرګندولو لپاره: بېلګه: دا ځمکه ډېره لنده ده. ښایي پرون شپه ډېر باران ورېدلی وي. دا ور خلاص…
View On WordPress
0 notes
Text
کره (معیاري) ژبه او د کره ژیې د ټاکنې بهیرونه یا پروسې:
کره (معیاري) ژبه او د کره ژیې د ټاکنې بهیرونه یا پروسې:
ليکوال:کامران منګل
کره ژبه
… ۱) د ژبې هغه تنوع ده چې د ژبې کارونې لپاره هغه منلي ارونه (اصول) او نورمونه ټاکي چې په سیندونو (قاموسونو) او ګرامرونو کې تدوین شوي وي. ۲) هغه رسمي شوې تنوع ده چې ښوونیزو، دولتي او ساینسپوهنیزو چارو لپاره کارېږي ۳) هغه تنوع ده چې د ژبې سیمه ییز توپیرونه، یا په بله وینا ګړدودیز فرقونه، سره چاڼوي او بېلوي. ۴) هغه تنوع ده چې په يوه ټولنه کې د مروجې ژبې لوی حيثيت لري.
مع…
View On WordPress
0 notes
Text
کامیابه ټولنه
لیکنه: حشمت ناصري
کامیابه ټولنه هغه ده چې د ښځو د تعلیم او د دوی د ټولنیزې ونډې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کوي. که چېرې د اسلام او شریعت په رڼا کې د ښځو د ځواکمنتیا لپاره اړین فرصتونه برابر شي، نو ښځه کولای شي خپله کورنۍ او ماشومان په سمه توګه وروزي او ټولنې ته یې د خدمت کولو لپاره وړاندې کړي. په ټولنه کې د ښځو تعلیم او اقتصادي پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه په کار ده. په هره اندازه چې د ښځې د…
View On WordPress
0 notes
Text
د احمدشاه بابا د ۲۴۸ تلین پۀ ویاړ!
د احمدشاه بابا د ۲۴۸ تلین پۀ ویاړ!
ليکوال: اکادميسين محمد اعظم سيستاني ژباړن : سيلانی
روح دې ښاد! احمد شاه بابا، چې افغانستان دې موږ ته پۀ میراث پرېښود.
کله چې وینو لږ و ډېر ۶۰ میلیونه کُردان د نړۍ پۀ څلورو هېوادونو( عراق، سوریه، ایران او ترکیه) کې خواوشا سل کاله د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او د کُردستان پۀ نوم د یو خپلواک هېواد دجوړولو لۀ پاره وسلواله مبارزه کوي. تر دې دمه پۀ دغۀ لاره کې لۀ ۴۰۰ زرو زیاتو کردي نارینه، ښځینه، پېغلو،…
View On WordPress
0 notes
Text
په پښتو کې د "دې " کارونه | ځوان کهول
په پښتو کې د “دې ” کارونه | ځوان کهول
په پښتو کې د “دې ” کارونه:
دې په پښتو کې یو نومځری (ضمیر) دی چې ځینې یې کمزوری ځاني نومځری بولي او ځینې یې مرستیال ځاني نومځری بولي. د “دې” تر څنګ مې او یې هم مرستیال /کمزوري ځاني نومځري دي. “دې” نومځری په پښتو کې په اووو بېلاېبلو حالتونو کې کارېږي:
لومړی حالت: د “ته/تا” نومځري استازیتوب کوي بېلګې : دا کار دې ولې وکړ؟ (یانې “تا” دغه کار ولې وکړ؟) دا به دې هسې ویلي وي. (یانې “تا” به دا هسې ویلي وي)
View On WordPress
0 notes
Photo

د افغانستان په جوړولو که د ځوانانو رول| ځوان کهول ليکوال: امير نواز مصباح افغانستان د نړۍ یو له تر ټولو ځوان او ګړندی وده کوونکی نفوس لري، د احصایو او معلوماتو ملي ادارې د اټکل له مخې, د افغانستان د وګړو په سلو که درې شپیته (۶۳٪) ځوانان دی، چه د هیواد یوه ستره برخه جوړوی او د هیواد لپاره یوه ستره پانګونه هم ده.
0 notes
Text
په پښتو کې مهالونه په ټولیز ډول دوې ځانګړنې ښوولای شي چې هغه بشړتیا(مکملتوب) او نابشپړتیا دي. ځوان کهول
په پښتو کې مهالونه په ټولیز ډول دوې ځانګړنې ښوولای شي چې هغه بشړتیا(مکملتوب) او نابشپړتیا دي. ځوان کهول
مهالونه په ټوله کې په درېیو ډلو وېشل کېږي: اوس-، تېر- او راتلونکی مهال. بشپړ اوس-، تېر- یا راتلونکی مهال یوځلتیا ښیي او نابشپړ یې بیاځلتیا یا تکرار ښیي. یوځلتیا په دې مانا چې چې کړنې یا پېښې یو ځل شتون مومي او بیاځلتیا بلې خوا ته تکرار مومي. په نورو ټکو، کړنې یا پېښې بیا بیا منځته راځي.
اوسمهال: کله چې زه کار وکړم، نو ستړی شم. => یوځلتیا څرګندوي – کله چې یو کار په یو ځانګړي صورت کې بشپړ کړم، نو…
View On WordPress
0 notes
Text
کړ/کړه/کړل او که وکړ/وکړه/وکړل؟ | ځوان کهول
کړ/کړه/کړل او که وکړ/وکړه/وکړل؟ | ځوان کهول
کړ – وکړ ? کړه – وکړه? کړل – وکړل ?
دا پورتنۍ بېلګې په ساده بشپړ تېرمهال (past simple) کې د ‘کول’ اوړون بڼې دي، خو په یو شکل کې یې صرفي تاړی ‘و’ مخته راځي او بل کې نه ورسره راځي. زه پر دې زیاته وراشه نه کول غواړم چې دغه صرفي تاړی (و) د پښتو په کومو حالتونو کې کارېږي، خو دومره باید یاده شي چې دلته (په ساده بشپړ تېرمهال) دا څرګندوي چې یوه کړنه یا چار په بشپړ ډول او یو ځل ترسره شوې ده. له دې دا…
View On WordPress
#we_want_Pashto_language_in_Facebook_and_Twitter_apps#ځوان کهول#ژبه د ولس د وګړو پانګه ده•#کامران منګل
0 notes
Text
د ځینو نړیوالو نومونو ارپوهنیزه (اېټیمولوژیکه) شننه| ځوان کهول
د ځینو نړیوالو نومونو ارپوهنیزه (اېټیمولوژیکه) شننه| ځوان کهول
(دویمه برخه):
Telephone ټیلېفون دغه یو تړښتي (ترکیبي) نوم دی چې له یونانۍ ژبې سره تړاو لري. دغه نوم له دوو خپلواکو ګړونو (مورفیمونو) جوړ دی چې یو یې تېلې (tele) دی او بل یې فون (phone). تېلې په یونانۍ ژبه کې لیرې ته وایي او فون غږ ته چې یو ځای د لرغږي مانا ورکوي.
Radio راډیو راډیو د راډیو ټیلېفون اوسنی لنډون دی او مخکې یې بشپړ نوم همدا radio telephone و. راډیو د لاتینۍ ژبې له رادیوس (radius) ته…
View On WordPress
0 notes
Text
د ځینو نړیوالو نومونو ارپوهنیزه (اېټیمولوژیکه) شننه | ځلانیوز
د ځینو نړیوالو نومونو ارپوهنیزه (اېټیمولوژیکه) شننه | ځلانیوز
Internet – انټرنېټ دغه نوم یو تړښتي (ترکیبي) نوم دی چې له دوو خپلواکو ګړونو (مورفیمونو) جوړ دی چې یو انټر دی او بل یې نېټ. انټر په لرغونې لاتینۍ ژبه کې “په منځ کې ” مانا لري او نېټ د المانۍ ژبې له نېڅ اخیستل شوی دی چې جال ته وایي. له دغه تړښته یې د منځني جال مفهوم ورکول کېږي، خو دا چې دلته انټر د انټرنېنشل لنډون دی، نو ټوله بشپړه مانا یې د نړۍ جال راځي. په بله وینا، انټرنېټ د نړیوال جال مانا…
View On WordPress
0 notes
Photo

دګرام یا ګرامه Grama کلمه څه ته وا یي ؟ | ځوان کهول که تاسو دتاریخ او جغرافیی کتابونه ولولئ نو دافغانستان او پښتونخوا په ډیرو سیمو او دکلو(کلیو) په نومونو کې د ګرام کلمه شته ، په تیره بیا دافغانستان په ختیزو ولایتونو کونړاو نورستان او دپښتونخوا په دیر، سوات او صوابۍ کې دا نومونه ډیر دي دبیلګې په توګه : باګرام ،ا وډیګرام ، شګرام .
#الف جانه خټک#پښتو#ځوان کهول#دپښتو ژبې انقلابی شاعره ارواښاده الف جانه خټک#ژبه د ولس د وګړو پانګه ده•#عمر صديقي#فغانستان#فلسفې#فېسبوک#نورايل کليوال
0 notes
Text
غږ، توری او لیکدود | ځوان کهول
ليکوال | عصمت الله شینواری
د ژبې له زدکوونکو، ښوونکو او څانګوالو مې دا هیله ده چې لومړی غږ، توری او لیکدود وپېژني، بیا پر دې مسلو ګړار وکړي. زموږ زیاتره ملګري د دغو شیانو توپیر نشي کولی، نو په دې لنډه لیکنه کې دا خبرې راسپړل شوي دي.
غږ: د ژبې له ټولو څخه کوچنی توک دی چې د انسان د غږیزو غړو په وسیله ویل (ادا) کېږي او له دې څخه نور نه شنل او نه وېشل کېږي، په خپلواکه توګه مانا نه لري، خو په ګړونو،…
View On WordPress
#الف جانه خټک#ځوان کهول#د مستعمار تاريخ ختم.#دپښتو ژبې انقلابی شاعره ارواښاده الف جانه خټک#رابعه بلخي روغتون
0 notes
Photo

سلامونه هېوادوالو. ډاکټر خليل نومېږي د عامې روغتيا وزارت د شکايتونو ثبت مسئول دی. د هېوادوالو غوښتنه مو ورسره ګډه کړه. ډاکټر خليل وويل چې، تر اوسه موږ يو اعلان جوړ کړی نه دی کومه اعلان چې د کرونا وايرس په اړه جوړېږي د ښاغلي وحيدالله عمر له دفتر څخه راځي چې په کومه ژبه وي موږ پکې بدلون نه راولو او همغسې یې نشروو. د ښاغلي وزير ��يروز الدين فيروز د ټولنيزو رسنيو ځړونو اړوند یې وويل چې موږ د پښتون اډمين ګمارلو هوډ کړی. د وزارت رسنيو اډمين په تړاو يې وويل چې وزارت پښتون اډمين لري،اډيټران او مسلکي پازوالان لري ورڅخه غوښتنه کوم چې پښتو برخې ته پاملرنه وکړي. #zwsnkaho (در کابل افغانستان) https://www.instagram.com/p/B-1F534jsjs/?igshid=1a3awn5ewbiye
0 notes
Text
د پښتو مسئله
د کرونا په اړه د پوهاوي په برخه کې د پښتو سره چلند تر هغه ډېر ناوړه دی چې فکر یې کېږي. تاسې به یواځې په خبري کنفرانسونو کې د پښتو نشتواليته متوجه شوي یاست خو د ټولې تبلیغاتي او عامه پوهاوي دستګاه منطق داسې دی چې تبلیغات په دري تولیدېږي او بیا به پښتو ته ژباړل کېږي. دا کیسه په متن، ګرافیک، ویډیو، فلم، اعلامیې او … چارو کې همداسې ده. احمقانه منطق دا دی چې هسې هم ټول په دري پوهېږي خو ددې لپاره چې…
View On WordPress
0 notes
Text
د کندهار پوهنې رياست کې د ځوانانو، د ځينو ټولنيزو ټولنو او د ولسوالۍ د پوهنې د استازو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
نېټه! ۱۳۹۹/۱/۵
په ياده غونډه کې ټينګار وشو او د ځوانانو څخه وغوښتل شول چې هغه وړانديزونه او غوښتنې چې لري يې په ليکلي ډول د پوهنې رياست سره شريکې کړي.
په ناسته کې د ځوان کهول ملي ټولنې په استازيتوب ښاغلي فضلي احمد محسن اړين وړانديزونه او غوښتنې شريکې کړې او ويې ويل: په کندهار کې د ښوونکو تنخاګانې پر وخت نه راتلل، د نصاب کتابونو نه شتون، د رسمي استازو لږتوب، د کتابتونونو لږتوب، د ماشومانو لپاره…
View On WordPress
0 notes
Text
د ځوان کهول ملي ټولنې مشر نورايل کليوال د هېواد ادبي بهير ۳۲ غونډه کې
د هېواد ادبي بهير څخه ځانګړې مننه کوو چي په کابل کي يې زموږ لپاره غونډه نيولې وه او موږ ته يې د قدر په سترګه وکتل. لاندي کټ مټ د دوی له پاڼي څخه لمېسل (کاپي) سوی راپور دلته ږدو. #ZwanKahol #ځوان_کهول
د هېواد ادبي بهير د ٣٢ غونډې ريپوټ! د هېواد ادبي بهير ٣٢ غونډه چې د ځوان کهول ملي ټولنې مشر او په کندهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مسول: نورايل کليوال په وياړ ځانګړې شوې وه، د ١٣٩٨ لمريز کال، د کب په…
View On WordPress
0 notes